د افغانستان په اړه د ټرمپ بې ځایه خبرې

د امریکا جمهور رئیس په یوه تازه خرافاتي ادعا سره دعوه کړي چې کولای شي په ۱۰ ورځو کې افغانستان د نقشې څخه ختم کړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ د پاکستان د لمړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې ویلي ،نه غواړي چې د افغانستان «پولیس»  و اوسې .

د امریکا جمهور رئیس تیره شپه د عمران خان سره لیدلي دي .

په دې لیدنه کې چې لویه برخه یې د افغانستان د مسایلو پوښښ ته ورکړ شوی وه،ټرمپ وویل:ددې وړتیا لري، چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د افغانستان جګړه وګټي؛ مګر نه غواړي چې ۱۰ میلیونه خلک ووژل شي.

رویټرز د ډونالډ ټرمپ څخه نقل کړي دي «مونږ په افغانستان کې په پولیسو تبدیل شوي یو.مونږ نه جنګیږو،که چیرې مونږ وغواړو چې د افغانستان جګړې ته داخل شو او بریا خپله کړو،په یوه اوونۍ کې یې ګټو،یوازي دا نه غواړو چې ۱۰ میلیونه کسان ووژنم،ایا دې موضوع ته مو پام دی؟».

ټرمپ د خپلو ادعاوو په دوام کې زیاته کړي چې د افغانستان لپاره برنامې لري که چیرې وغواړي په هغو برنامو عمل وکړو او جګړه وګټو،افغانستان به د ځمکې څخه ختم شي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې«د کلمې په دقیقه معنا په ۱۰ ورځو کې بشپړیږي.زه نه غواړم دا کار وکړم،نه غواړم دا لار ووهم.»

د امریکا جمهور رئیس وویل چې د افغانستان د ساتنې په خاطر به د پاکستان او په دغه هېواد کې نورو ښکیلو هېوادونو سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي ترڅو دغه ناورین پای ومومي.

ټرمپ هیله وښوده چې پاکستان به په افغانستان کې د دوې سره په دې مبارزه کې  مرسته کوي او په دغه هېواد کې د امریکا ۱۹ کاله «مسخره یي»شتون سره یې همکاري کړي تر څو امریکا نور د افغانستان پولیس ونه اوسې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لمړي وزیر عمران خان د امریکا د جمهور رئیس سره له لیدنې وروسته ویلي وو چې د افغانستان ناورین نظامي حل لار نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *