ننګرهار کې چاودنې یو پولیس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/07/66776032_3181476891864174_1399469777201659904_n.jpg)
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند کابل هډې سیمه کې د پولیسو په رینجر موټر چاودنه شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د چنګاښ په ( ۲۲ ) نیټه سهار ۷:۳۰ بجې د جلال اباد ښار اړوند د کابل هډې په سیمه کې د نهر په غاړه د پولیسو په رینجر موټر د نښلول شوي ماین له امله چاودنه رامنځ ته شوې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
تراوسه کوم چا د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.