کونړ کې ۶ داعش وسلوال وژل شوي
چارواکي وایې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۶ داعش وسله وال وژل شوي او دوه مرکزونه یې له منځه وړل شوي.
د کونړ د والي عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کنړ ولایت، څوکۍ ولسوالۍ برچمبیل کلې کې د داعش په دوو مرکزونو شپنې عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې ېي ۶ داعش وسله وال وژل شوي او دوه مرکزونه ېي په بشپړ ډول له منځه وړل شوي.
نوموړی زیاتوي؛ په ترسره شو عملیاتو کی ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د داعش وسله والۍ ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.