ننګرهار کې چاودنې څلور ملي وګړي ټپیان کړي
چارواکي وایې؛ د ننګرهار ښار څلومې ناحیې اړوند سیمه کې چاودنه شوې، چې څلور ملي ګړي په کې ټپیان شوي
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل نن د چنګاښ په( ۱۷) نیټه د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند ميکانيزې سيمه کې شاوخوا لس بجې او پنځه ويشت دقيقې د ګمرک رياست اړوند د ساتونکو پر موټر د سړک غاړې چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې څلور ملکي ګړي ټپيان شوي دي.
نوموړی وایې؛ د پیښې ټپیان روغتون ته انتقال شي، چې د یوه وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د پیښې علت لا څرګند نه دی او نه هم تراوسه چا د دې پیښې مسولیت منلی.