کندز کې د شیعه علماو د شورا د ریس وژل
نامعلومو وسله والو د کندز د شیعه علماو د شورا پر ریس حمله کې نوموړی و واژه.
د کندز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل ؛ عبدالقیوم انصاري، تیره شپه د کندز ښار په الچین سیمه کې وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره، د شیعه علماو د شورا ریس په داسې حال کې، چې کور ته په لاره و په موټر سایکل سپرو وسله والو له لورې په مرمې ویشتل شوی دی.
حسیني زیاته کړه چې د دې پیښې عاملین تراوسه معلوم شوي نه دي، خو په دې اړه څیړنې پیل شوي دي.
تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په دې ورستۍ میاشت کې د هیواد په مختلفو سیمو کې د عالمانو وژل زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره شپه په غزني کې د شعیه ګانو اړوند مسجد محمدیه کې چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.