د کرکټ د ناکامۍ لامل، کمزوری مدیریت

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې په نړیوال جام کې په ۹ لوبو کې ماتي خوړلو سره نوې ریکارډ جوړ کړ.

د کرکټ د ۵۰ اوریزو نړیوال جام سیالۍ چې نږدې دوه میاشتي وړاندې په انګلستان کې پیل شوي افغانستان پکې خپل دوهم ځلي ګډون تجربه کاوه چې باید د پیاوړو لوبډلو سره مخامخ شي ، تیره ورځ یې خپله وروستۍ سیالي ترسره کړه.

د سیالیو له پیل کېدو وړاندې په لوبډله کې لوي بدلونونه رامنځته شول او په همدې ترتیب ګلبدین نایب د نړیوال جام لپاره لوبډلمشر وټاکل شو.

دا بدلونونه د سیالیو په بهېر کې ګټور تمام نه شول او افغانستان له هماغه لمړي سره د ټولو ۹ سیالو لوبډلو پر وړاندې کمزوری ثابت شو او ټولې سیالۍ یې بایلودې.

کمزوري لوبې او لوبغاړو نه ځلیدل چې له دې وړاندې د کرکټ لپاره بیلګې وي،د خلکو منفي غبرګونونه راوپارول او هر څومره انتظار چې یې وکړ په هیڅ عنوان بریا ته ونه رسیدل.

دا سمه ده چې د نړیوال جام سیالۍ د دوستانه سیالیو د کچې او سویې څخه توپیر لري یا د زیمبابوۍ په وړاندې له سیالۍ څخه توپیر لري؛ مګر په دې اندازه پاتي راتګ سره نه شو کولای چې د افغانستان د کرکټ منفي اړخونه او منفي نقطې بې ارزښته وګڼو.

د خاور میانه خبرې اژانس له لورې په ترسره شوې نظر پوښتنه کې ډېرې ګډونوالو د کرکټ بورډ «کمزوری مدیریت» په نړیوال جام کې د ملې لوبډلې د ناکامۍ د پایلو اصلې لامل ګڼلی دی.

په څلور ورځنۍ نظر پوښتنه کې له ۲۲۰۰ ګډونوالو له ډلې ۸۵ سلنه کسانو «کمزوري مدیریت» او ۱۵ سلنه «د لوبډلې او لوبغاو کمزورۍ» ته رایه ورکړي ده.

د کرکټ د مینوالو په نظرونو کې ګڼو ګډونوالو د «کرکټ بورډ» په راس کې د اوسني ټیم د لري کولو غوښتنه کړي او په دې عقیده دي چې باید «ورزش له سیاست» څخه جلا شي.

«ګلبدین نایب او کرکټ بورډ چې د افغانستان د کرکټ د ملې لوبډلې او د افغانستان د خلکو پر وړاندې په ملې خیانت مرتکب شوی دی باید هر څومره ژر چې کیږي د قانوني څیړنو لاندې ونیول شي،موضوع په دې ساده ګۍ کې نه ده دتیرې ورځې د سیالۍ د بایللو لپاره ټولې صحنې له مخکې پلان شوي وي په دې چپ کېدل نه بخښوونکی جنایت دی ،مهرباني وکړئ ټول په یوه غږ شئ تر څو ګلبدین محاکمه شي».

«د افغانستان کرکټ بورډ باید باتجربه لوبغاړي مدیریت کړي نه هغه لوبغاړي چې په ورزش کې هیڅ وړتیا نه لري او په قومي تعصب مشهور وي! کرکټ باید په افغانستان کې ملې او سراسري شي».

دغه دوه نظرونه د هغو کسانو دي چې د نړیوال جام په سیالیو کې یې د کرکټ د ملې لوبډلې په پایلو غبرګون ښودلی وو.

په همدې حال کې باید د کرکټ بورډ او د هغې په راس کې د جمهور رئیس غبرګون ته انتظار وباسو چې د ملې لوبډلې له راستنیدو وروسته د کرکټ د نورو سیالیو دورو لپاره څه پریکړي ترسره کوي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *