په سمنګانو کې د نا مسوله وسله والو ترمنځ په نښته کې د اووه تنو مرګ ژوبله
د سمنګانو په مرکز ایبک ښار کې د نامسوله وسله والو ترمنځ په نښته کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سمنګان د والي ویاند،سیدهاشم بیان خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه تیر ماښام د ایبک په ښار کې رامنځته شوي ده.
د نوموړي پر وینا،ددې نښتې په پایله کې د دواړو ښکیلو لوریو څخه یو تن وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د ایبک ښار اوسیدونکې په دغه ښار کې د غیر مسووله وسله والو د زیاتیدو څخه انديښنه ښکاره کوي او ددې کسانو د بې وسلې کولو لپاره د عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
د ایبک ښار د یوه اوسیدونکې په وینا،د تیرې ورځې په نښته کې ۷ تنه ټپیان شوي چې ۳ تنه یې ملکي وګړي دي.