په خلع سلاح شوي سیمه کې د ټرمپ او «اون» لیدنه

ټاکل شوي ده چې د امریکا او شمالي کوریا د رهبرانو تر مینځ دا دریم ځلي لیدنه په نا اعلان شوي ډول د دواړو کوریاګانو تر مینځ په خلع سلاح شوي سیمه کې ترسره شي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د جنوبي کوریا جمهور رئیس «مون جه ـ این» نن سهار( چنګاښ ۹) وویل چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» به د دواړو کوریاوو تر مینځ په خلع شوي سیمه کې یو له بل سره وویني.

دغه لیدنه چې بې سابقې بلل شوي او په بیړه پلان شوي ده،د ټرمپ له لوري یې غوښتنه شوي وه.

د «پانمونجوم» سیمه د دواړو کوریاګانو تر مینځ د «اوربند په کلي » مشهوره ده او معمولاً ددغه دواړو هېوادونو تر مینځ مذاکرات په همدغه ځای کې ترسره کیږي.

د امریکا جمهور رئیس د جنوبي کوریا د جمهور رئیس سره په ګډ خبرې کنفرانس کې وویل:«په ناڅاپي ډول مې دغه فکر ذهن ته راغی چې د دواړو کوریاګانو تر مینځ په سرحدي سیمه کې د«کیم جونګ اون» سره ووینم».

لا تر اوسه د امریکا هیڅ یو جمهور رئیس هم د خپل واک پر مهال دغه سیمې داخل شوی نه دی.

شمالي کوریا لا تر اوسه د امریکا د جمهور رئیس ددې اقدام په اړه غبرګون څرګند کړی نه دی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په ویتنام کې د امریکا او شمالي کوریا د رهبرانو تر مینځ لیدنې هیڅ لاس ته راوړنه نه درلوده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *