په افغانستان کې دوه امریکایي سرتیري ووژل شول

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هم مهاله په افغانستان کې ددغه هېواد دوه سرتیري ووژل شول.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د قاطع ملاتړ ماموریت ددې دوه سرتیرو وژل کېدل تایید کړي دي.

ددې ماموریت د نن ورځې ( سرطان ۵) به خبرپاڼه کې چې د رسنیو په اختیار کې یې ورکړي،ددې سرتیرو د څرنګوالی او د وژل کېدو د ځای په اړه څه نه دي ویل شوي؛ مګر راغلي چې جزئیات به یې وروسته وړاندي شي.

د خبرپاڼې په نقل:« د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت د سیاست پر اساس ددې هېواد د وژل شویو سرتیرو نوم له لومړي اطلاع وروسته ۲۴ ساعته خپریږي.»

دا دوه سرتیري په داسې حال کې وژل کیږي چې ددې هم مهاله ددغه ورځې په مازیګر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو کابل ته راغلی او د ملې وحدت د حکومت د مشرانو سره په نږدې راتلونکي کې د طالبانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو ویاند،ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر ادعا کړي چې دغه ځواکونه د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې ددې ډلې د جنګیالیو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

په دې ترتیب سره،د ۲۰۱۹ میلادي کال په لمړنیو اووه میاشتو کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمېر لس تنو ته ورسید.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې نږدې ۲۵۰۰ سرتیري د جګړې په جریان کې وژل شوي او شاوخوا ۲۱ زره سرتیري نور ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *