په تخار کې د «چنګال» سل متره پُل ویجاړ شو
د تخار ولایت چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو د «خواجه چنګال» سل متره پل چې د تخار ولایت د دویمې حوزې کلي ددې ولایت د مرکز د تالقان ښار سره نښلوي د ماینونو په وسیله ویجاړ کړی دی.
د تخار د والي ویاند جواد هجري خاور میانه خبرې اژانس ته وویل ،طالبانو د تیرې شپې په ۲ بجو د خواجه چنګال د سیمې پُل د ماینونو څخه په کار اخیستنې سره ویجاړ کړی دی.
د تخار د ولایتي شورا غړي وایي ددې پُل په ویجاړیدو سره چې په تالقان ښار کې د سیند په اوږدو کې جوړ شوی وو د تخار د ولایت سره د تالقان ښار د ۱۱ کلیو،د تخار د بهارک ولسوالې ،د کندز د ارچي،اقتاش او خان اباد ولسوالیو د اوسیدونکو د تګ راتګ لار بنده شوي ده.
د تخار د ولایتي شورا غړي ،اعظم افضلي خاور میانه ته وویل،دغه پُل د روغتیایي مرکز او ښوونځي څخه د بې برخې کلیو یوازینۍ لار وه چې اوس یې په زیانمیدو سره خلک د زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.
د نوموړي پر وینا،د تالقان په سیند کې د زیاتو اوبو د موجودیت پر اساس له دغه سیند څخه تیریدل ناممکن شوي دي.
افضلي وایي چې درې نور لوې پُلونه چې تخار ولایت له کندز او تالقان ښار د ماورای کوکچه سره نښلوي د طالبانو له لوري د جدې ګواښ سره مخ دي او امنیت د تامین په برخه کې د حکومت د بې پروایې په صورت کې به دغه پُلونه هم ویجاړ شي.
ښاغلی افضلي زیاتوي،طالبان د تالقان ښار په ۵ کیلو مترۍ واټن پرتو کلیو ته رسیدلي او د تخار ولایت پر مرکز باندې ددې ډلې د برید امکان موجود دی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.
له بله پلوه د تخار د والي ویاند ټینګار کوي چې طالبانو د تالقان ښار په اطرافو کې په خپل شتون سره زیات ګواښونه رامنځته کړي دي.
د هجري پر وینا،امنیتي ځواکونه له دغه سیمو څخه د طالبانو د ویستلو په هڅه کې دي.
په وروستي یو کال کې د تخار ولایت په ځینو برخو کې د طالبانو بریدونو زیاتوالی موندلی چې پکې یو شمېر کلي سقوط شوي دي.
په تیرو دوه ورځو کې طالبانو د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د نیولو لپاره پراخه بریدونه ترسره کړل چې بالاخره ددې ډلی بریدونه په شا تنبول شوي دي.