شیرزادو کې ۱۲ داعش وسله وال ووژل شول
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/04/1-4.jpg)
چارواکي وایې ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې تیره شپه د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې شوې .
د ننګرهار د والي والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د شیرزادوولسوالۍ په مرکخیلو سیمه کې تېره شپه د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ خپل منځي نښتې شوي،چې په ترڅ کې یې ۱۲ داعشیان وژل شوي دي .
خوږیاڼی وایې؛ د دې ولایت امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو کې د تروریستانو د لمنځه وړلو په موخه هوایي او ځمکني بریدونه ترسره کوي او دوې ته به د ورانکاریو اجازه ورنه کړي.
داعش او وسله والو طالبانو تراوسه په دې څه نه دې ویلي.