په زابل کې د طالبانو یو زندان له منځه یوړل شو

امنیتي ځواکونو په زابل ولایت  کې د طالبانو د یوه زندان د له مینځه وړلو تر څنګ له دغه بند څخه ۲۸ تنه ازاد کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت نن د ( غبرګولي۹) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه عملیات د کمانډو پر مشرۍ د ځانګړو ځواکونو له لور د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې په لار اچول شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له دې زندان څخه د ۱۶ تنو ملکي وګړو او ۱۲ امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۸ تنه ازاد شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې عملیاتو کې ۲ تنه وسلوال طالبان هم وژل شوي او ټول ازاد شوي کسان د روغتیایي معاینو لاندې دي.

دې وزارت په دې اړه زیات جزیات وړاندې کړي نه دي او ویلي یې دي چې وروسته به یې په اړه جزئیات خپاره شي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *