کونړ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو عملیات کړي،  چې ۱۱ داعشیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: تیره شپه افغان ګډو امنیتي ځواکونو د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۴ داعشیان وژل شوي او ۷ تنه یې ټپیان شوي.

دهقان زیاتوي یوه اندازه سپکه او درنه وسله هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده .

د نوموړي په خبره په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تراوسه په دې اړه د دعش وسله والې ډلې څه نه دې ویلي.

د یادونې وړ ده،  چې داعش ډلې په ننګرهار کې له ځپلو ورورسته اوس کونړ ولایت ته مخه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *