ننګرهار کې چاودنې څلور تنه ټپیان کړل
د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت د جلال اباد ښار اړوند په دوهمه ناحیه کې چاودنې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکی وګړي ټپیان کړي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر فرید خان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دوشنبه د غویې په ( ۳۰) نیټه ماښام شاوخوا اوه بجې دجلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند کولالانو کوڅه کې په یوي کرولا ډوله موټر پسې نښلولو شو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې ، چې په پایله کې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه ټپیان شوي.
نوموړی وایې د ټپیانو روغتیایې وضعیت ښه ښودل شوی.
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
په دې ورستیو کې د جلال اباد ښار نامنیو خلک اندیښمن کړي دي.