چین د افغانستان د سولې د تامینیدو هیله لري

د چین د بهرنیو چارو وزیر هيله ښودلي چې  په ترسره شویو هلو ځلو سره په افغانستان کې د سولې د منځته راتګ بهیر له تمې لرې نه دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې «وانګ ایي» د افغانستان د سولې لپاره ترسره شوې هلې ځلې د پاملرنې وړ اقدامات بللي او هیله یې څرګنده کړي ده چې دغه هڅې به پایلې ته ورسیږي.

نوموړي د تاجکستان د جمهور رئیس «امام علي رحمان» سره له لیدنې وروسته وویل چې د افغانستان د سولې د بهیر روانې هڅې هیله پیدا کوي چې له کلونو جګړې وروسته په دغه هېواد کې د سولې د مینځ ته راتلو شرایط رامنځته شوي دي.

د نوموړي پر وینا، په افغانستان کې له کلونو جګړو او ګډوډیو وروسته اوس د سولې رامنځته کېدل تر یوه حده ممکن شوي دي.

«ایي » ټینګار وکړ چې چین او تاجکستان د افغانستان د ګاونډیانو په توګه په همغږۍ سره د افغانستان د سوبې بهېر څارلی او د افغانستان د سولې د پرمختګ او بیا رغاونه ورته مشخص ځای لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ټولو ښکیلو ډلو ته  مناسبو خبرو اترو بلنه ورکړه تر څو یوې سیاسي اجماع ته ورسیږي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرو اترو بهېر اسانه کړي.

د«ای. سي.این.ایس» په راپور کې راغلي دي چې «وانګ» د امریکا او طالبانو د استازو د مذاکراتو په غبرګون کې هم هیله څرګنده کړي چې دغه خبرې اترې به یوه توافق ته رسیږي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په قطر کې د امریکا او وسله والو طالبانو استازو تر مینځ د مذاکراتو شپږم پړاو پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلی او د سولې د خبرو اترو د هڅو هم مهاله حتی د روژې په مبارکه میاشت کې هم د وسلوالو طالبانو بربدونه زیات شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *