د کابل د پارلماني ټاکنو نوماندانو،د پارلمان دروازه وتړله

د کابل د پارلماني ټاکنو هغه نوماندانو چې په ابتدایي لیست کې بریالي اعلان شوي وو د یو شمېر پلویانو سره یو ځای یې د ولسي جرګې د ادارې پلاوي د ټاکل کېدو په غبرګون کې د پارلمان دروازه وتړله.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دې نوماندانو نن سهار ( غویي ۲۱) پارلمان ته غځیدلې لارې هم تړلې او د کابل د استازو تر تعین کېدو پورې د ادارې پلاوي د انتخاباتو د ځنډیدو غوښتنه یې کړي ده.

د کابل د ولسي جرګې استازي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ابتدایي پایلو د اعلان پر بنیاد ګټونکي شوي وو د پارلمان د دروازې مخې ته یې لاریون ته لاس ورته کړی او د ولسي جرګې تالار ته یې د ولایاتو د استازو د ننوتو مخه نیولي ده.

په همدې موخه ،دارالامان ماڼۍ ته غځیدلي لارې تړل شوي او خلک په تګ راتګ کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي او مجبور دي چې د روژې په میاشت کې په ډېره لاره باندې پلې تګ راتګ وکړي.

مالومه نه ده چې په دې اړه به د ولسي جرګي د استازو پریکړه څه وي او یا دا چې د کابل د بریالیو نوماندانو تر مشخص کېدو پورې به د ادارې پلاوي ټاکنه وځنډیږي که نه؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *