منځني ختیځ ته د امریکا د زیاتو نظامي تجهیزاتو لیږل
د ایران او امریکا تر مینځ د اتومي تړون او بندیزونو پر سر د راولاړ شويو کړکیچونو وروسته واشنګټن اعلان کړی چې د منځني ختیځ سیمې ته یې یوه جنګي بیړۍ او د«پاټريوټ» دفاعي سیستم لیږدولی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالی برخې د راپور له مخې،د ټرمپ دولت د نن ورځ ( غویي ۲۱) په پریکړه کې به «یو ایس ایس آر لینګټون» جنګي بیړۍ د «یو ایس ایس آبراهام لینکلن» الوتکې لیږدونکي بیړۍ سره یوځای کیږي او په سیمه کې به د امریکا د دفاعي قوت پیاوړی کوي.
رويټرز په خپل راپور کې راوړي دي چې د امریکا له لوري په قطر کې ددغه هېواد نظامي هډې ته هم څلور بمب غورځونکي «بي ۵۲» الوتکې لیږلي دي.
واشنګټن په منځني ختیځ کې د دفاعي او تقویتي تدابیرو څخه موخه د ایران احتمالي ګواښونو ته ځواب ورکول اعلان کړي دي.
د پاټريوټ سیستم د پر مختللیو الوتکو د بالستیک او کروز توغندیو سره د مقابلې توان لري.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې د دوروستیو بدلونونو په غبرګون کې د هستوي تړون د ځینو برخو اجرات ودرولي دي.