د ټاکنو د کمیسیون د پخواني رئیس په غیاب کې حکم؛یو کال بند

د درنو جرمونو سره د مبارزې د محکمې له لوري د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی رئیس له یوه کال څخه په زیات بند او یو میلیون افغانۍ په جریمې محکوم شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،احمد یوسف نورستانی چې د هرات پخوانی والي هم وو،نن د ( غویي ۱۵) د درنو جرمونو سره د مبارزې د محکمې له لوري په غیابي ډول محاکمه شو.

محکمه دعوه کوي چې نوموړی هغه مهال چې په ۲۰۰۹ کال کې د هرات والي وو د ملې بس تصدۍ له بودیجې څخه یومیلیون افغانۍ ویستلي او بیرته یې د دولت خزانې ته جمع کړي نه دي.

د محکمې قاضي وویل چې دا قاطع حکم نه دی او ښاغلی نورستانی کولای شي چې د استیناف غوښتنه وکړي.

له بله پلوه  د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخواني رئیس د خپل ځان په دفاع کې ویلي دي چې دغه پیسې د سید حسین انوري د واک پر وخت اخیستل شوی دی.

په همدې اساس ،د محکمې له لوري نورستانی په ۱۳ میاشتې بند او یومیلیون افغانې جریمې په ورکړې محکوم شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *