د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې پورته تګ
د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو هم مهاله د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه د پورته تګ په حال کې قرار لري.
د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې د ترسراوې د یوې اوونۍ رخصتۍ وروسته افغانۍ د نورو بهرنیو اسعارو له جملې څخه د ډالر پر وړاندې د پام وړ ټیټوالی موندلی او همدارنګه دغه بهېر اوس هم دوام لري.
د هماغه یوې اوونۍ رخصتۍ وروسته د کابل د اسعارو په بازار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه د ۷۸ افغانیو سره برابره شوي او نن ( غویي ۱۷) د ۷۸.۱۵ افغانیو سره برابر دی.
دا په داسې حال کې ده چې د لویې جرګې د ترسراوې لپاره د رخصتۍ وړاندې یو ډالر د ۷۷.۶۰ افغانیو سره برابر وو.
د نورو بهرنیو پیسو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په دې ترتیب دی:
یو ډالر د ۷۸.۱۵ افغانیو سره برابر
یوه یورو د ۸۷.۳۰ افغانیو سره برابر
یو انګلیسي پونډ د ۱۰۱.۲۰ افغانیو برابر
یو سعودي ریال د ۲۰.۶۵ افغانیو سره برابر
د اماراتو یو درهم د ۲۱.۱۰ افغانیو سره برابر
زر ایراني تومان د ۵.۳۰ افغانیو سره برابر
او زر پاکستانۍ کلدارې د ۵۴۵ افغانیو سره برابرې دي.
د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هره شیبه د تغییر په حال کې دي.
د افغانیو ارزښت په داسې حال کې د سقوط سره مخ شوی دی چې په دې وروستیو کې مرکزې بانک د هېواد د پولي زېرمو د زیاتیدو خبر ورکړی دی چې د غلطو پولي سیاستونو له وجې یې په بازار کې ګټورې اغیزې نه لیدل کیږي.