ننګرهار کې چاودنې یو قومي مشر وژلی او درې نور یې ټپیان کړي
د ننګرهار مسولین وایې د دې ولایت په هسکه مېنه کې د چاودنې پرمهال د څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دغه پیښه نن یکشنبه د ثور په ( ۸) نیټه سهار مهال د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د سرک غاړې ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې، چې په کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوږياڼی زیاتوي ، چاودنه د ریموټ کنترول بم په واسطه د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قومي مشرانو په موټر شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
هغه وایي ټپیان یې نیږدې روغتیايي مرکز ته استول شوي دي.
تراوسه د یادې چاودنې مسولیت کومې ډلې او یاهم کوم شخص په غاړه نه دی اخیستی.