د طالبانو د شتون څخه د بالامرغاب بشپړ پاکوالی

امنیتي ځواکونو په هراړخیزو عملیاتو کې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو وروستی ګروپ هم له مینځه وړی  او دغه ولسوالي یې په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، ملې دفاع وزارت د نن ورځې ( غویي۷) په خبرپاڼه کې منلي ده چې تیره شپه یې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو وروستۍ ډله له مینځه وړي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه ولسوالۍ کې یې د امنیتې وضعیت د بهتروالی او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره د پولیسو نوی قومندان معرفي کړی دی.

د خبرپاڼې په بنیاد، امنیتې ځواکونو تر اوسه د خلکو د هستوګنې په کورونو،مقدسو ځایونو،سړکونو او دوکانونو کې نږدې ۵۰ کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بالامرغاب ولسوالۍ اوسیدونکې کولای شي چې  عادي ژوند پر مخ یوسي او بیرته خپلو ورځنیو کارونو ته وروګرځي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د تیرې میاشتې په جریان کې د بالامرغاب پر ولسوالۍ ډله ایز بریدونه کړي او د دغه ولسوالۍ قومنداني یې سقوط کړي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *