ننګرهار کې د داعش ۵ فعال همکاران وژل شوي
د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۵ فعال همکاران د مقاومت پر مهال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په هزار ناو سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې د فعاله همکارانو د نیولو په موخه عملیات ترسره کړل ،چې پرې بریدونه وشول .
د امنیتي ځواکونو له لورې د ځوابیه برید پر مهال د داعش پنځه فعاله همکاران ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي،چې په سیمه کې لمنځه وړي دي .
د داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دې ویلي.