په سرپل کې د طالبانو له لوري یو ښځه او خاوند په ډزو ووژل شول

وسله والو طالبانو د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې یوه ښځه او خاوند په ډزو وژلي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه پیښه تیره ورځ ماذیګر د ګوسفندي ولسوالۍ په «اوزن سقال» ولسوالۍ کې رامنځته شوي ده.

د خبرپاڼې له مخې وسله والو طالبانو دغه ښځه او سړی په مرمیو ویشتي او وژلي دي،چې لا تر اوسه یې لامل مالوم شوی نه دی.

ویل کیږي چې په دې اړه څیړنې رواني دي.

د وسله والو طالبانو له لوري ښځې او نر په ډزو ويشتل یا په دُرو وهل اوسنۍ پیښه نه ده،شمالي ولایتونه هر وخت د دا ډول پیښو شاهدان وي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

یو کال وړاندې هم وسله والو طالبانو د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د دولت سره د همکارۍ په جرم درې ښځې او یو ماشوم په ډزو وژلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *