د هلمند په چاودنه کې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه مسافر وړونکي موټر باندې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې په پایله کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي دغه پیښه تیره شپه د ګرشک ولسوالۍ بازار ته نږدې رامنځته شوي ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه چاودنه د ملکي وګړو پر یوه موټر ترسره شوي چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وایي چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.
د یوه بل خبر له مخې د ۲۱۵ میوند قول اردو د څلورمې لوا د دویم کنډک قوماندان «شیر احمد» چې په نادعلي ولسوالۍ کې میشتو ځواکونو د مرستې لپاره په لاره وو د لغمانیو په کلې کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شوی دی.
د راپورونو له مخې په دغه نښته کې یاد قومندان د یوه سرتیري سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.