پاکستان کې نښتې ۴ کسان وژلي

د پاکستان د پیښور په ښار کې د امنیتي ځواکونو سره د یوې ترهګرې ډلې تر مینځ نښته د څلور تنو د وژنې لامل شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د پاکستان امنیتي ځواکونو تیره شپه د پيښور د «حیات اباد» په سیمه کې د یوې ترهګرې ډلې پر ضد عملیات په لاره اچولي وو چې نښتو د( وري ۲۷) پورې دوام درلود.

ویل کیږي نږدې لس تنه ترهګرو چې په یوې ودانۍ کې یې کمین نیولی وو ،درې تنه یې د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او ددې ترڅنګ یو پولیس افسر هم وژل شوی دی.

ځینو سرچینو ویلي دي چې نښته اوس هم دوام لري او ددې برید د دقیقو تلفاتو مالومات په لاس کې نشته.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *