لغمان کې چاودنې ۱۷ کوچنیانو ته مرګ زوبله اړولې

د لغمان چارواکي د دې ولایت مرکز اړوند بصرام سیمه کې د چاودنې خبر ورکوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن یکشنبه د وري په ( ۲۵) نیټه مازیګر شاو خوا پنځه بجې د لغمان مرکز اړوند بصرام سیمه کې چاودنه را منځ ته شوې، چې په پایله کې یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دولتزی وایې؛ ټپیان د لغمان مرکزي روغتون انتقال شوي، چې روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

د دولتزي په خبره د پیښې د وژل شو او ټپپانو عمرونه له ۱۵ کلونو څخه کم دي.
د والي ویاند وایې، کوچنیانو لوبې کولې چې د هاوان مرمې پرې چاودیدلې ده.

د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ په لغمان کې نامعلومو وسله والو په تیرو ټاکنو کې نوماند او مدني فعال شیرزاد صافی په ډزو و واژه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *