د ننګرهار په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لیګدو له امله ۱۱ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وایې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګیدو پېښه کې د دوه میرمنو په ګډون څلور تنه وژل شوي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ مرکخیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ چې د ملکي وګړو په یو کور کې لګیدلې،له امله یې د دوه میرمنو په ګډون څلور تنه وژل شوي او د میرمنو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان دي .
یاد توغندی د حاجي نادر په نوم د ملکي وګړو په یو کور کې لګیدلی،چې له امله یې نوموړی هم وژل شوی دی.