د لوګر ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د لوګر ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،له دې ولایت څخه د یوې ښځې په ګډون څلورو تنو راتلونکي پارلمان ته لار موندلي ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تیرې شپې په نیمایي کې اعلان وکړ چې د لوګر ولایت څخه شاهپور خان حسین زی،انجینر محمد اصف نبي زي،محمد خالد مومند او هما احمدي هغه نوماندان دي چې ولسي جرګې ته یې لار موندلي ده.

د لوګر ولایت په ابتدایي پایلو کې محمد اسماعیل صدیقي،وفي الله افتخار،انجینر محمد اصف نبي زی او هما احمدي ګټونکي اعلان شوي وو.

تر اوسه پورې د پارلماني ټاکنو د ۲۶ ولایتونو او د هندوانو د حوزې پایلې اعلان شوي دي او د کابل په ګډون د نورو اووه ولایتونو پایلې لا تر اوسه اعلان شوي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *