د غزني د پولیسو د تعلیم تربیې مدیریت د سرپرست وژل کېدل
د ناڅرګنده وسله والو له لوري د غزني د پولیسو د قومندانۍ د تعلیم او تربیې مدیریت سرپرست ووژل شو.
د غزني د پولیسو ویاند محمد عارف نوري د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې ومنله چې شاهپور بختیار نن سهار ( وري ۲۵) د اوو بجو په شاوخوا کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د نوموړي د خبرو پر اساس د غزني د پولیسو د قومندانۍ د تعلیم او تربیې مدیریت سرپرست خپل کاري دفتر ته د تګ پر مهال د غزني ښار په اووه کیلومترۍ «د البیروني ښارګوټي» د لارې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه ددې پیښې مسوولیت کوم یو شخص یا ډلې پر غاړه اخیستی نه دی او پر اړه یې د پولیسو پلټنې جریان لري.