په سوریه کې میشت امریکایي ځواکونو عراق ته تیښته کړي ده

سوریایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د«الرقه» په ولایت کې د میشتو امریکایي ځواکونو کاروان د عراق د پولو په لور تښتیدلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،«وطن انلاین» خبرې شبکې راوړي دي چې د سوریي څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پریکړې او په دغه هېواد کې د داعش د امپراطورۍ له ماتیدو څخه د درې میاشتو له تیریدو وروسته نن ورځ د امریکایي ځواکونو یو کاروان د عرق د پولو پر لوري تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ترکي رسنیو خبر ورکړی دی چې د ځانګړو ځواکونو د زرهدار موټرو یو کاروان چې د ترکې د څو ولایتونو څخه سوریي ته تللی وو ددې هېواد د«هاتای» ولایت په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوی دی.

سوریه او عراق هغه دوه هېوادونه دي چې امریکا هلته پراخ واک او شتون درلود او په زیاتو لګښتونو سره یې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره هڅې کړي دي.

مګر پوښتنه دا ده چې په عراق او سوریه کې د داعش د له مینځه وړلو اعلان ته په پاملرنې سره ولې امریکایي ځواکونو د عراق په لوري تیښته کړي ده ، ولې خپل هېواد ته ستانه شوي نه دي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *