په ننګرهار کې د یوه محلي راډیو تلویزیون مسول د تښتونوکو له منګولو ازاد شو
د انعکاس محلي راډیو تلویزیون مسول له پنځه میاشتو ورورسته د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ انجینر زلمی پنځه میاشتې وړاندې د نامعلومو وسله والو له خوا د جلال اباد ښار څخه تښتول شوی وو، چې تیر ماښام د تښتوونکو له منګلو ازاد شو.
د ننګرهار مطبوعاتي د فتر د یوې مطبوعاتي خبرپاڼې په خپریدو سره د نوموړي خوشې کیدل تایید کړي، ولې ډیر جزیات یې نه دې ورکړي.
خبرپاڼه کې یوازې ویل شوي؛ چې د انعکاس راډیو تلویزیون ریس د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو ازاد شوی دی.
په دې اړه نور زیات معلومات رسنیو ته په واک کې نه دې ورکړل شوي.