ورځ تر بلې د افغانیو د ارزښت کمېدل
په وروستیو ورځ کې د افغانۍ پیسو بیې د نورو بهرنیو(اسعارو)پر وړاندې دټیټیدو په حال کې دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د تیرو ۱۵ ورځو په جریان کې د نورو بهرنیو اسعارو له جملې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت شاوخوا دوه افغانۍ کموالی موندلی دی.
د کابل د نن ورځې ( وري ۲۱) په بازار کې یو ډالر د ۷۷.۳۰ افغانیو معادل دی چې ۱۵ ورځې وړاندې نږدې ۷۵.۵۰ افغانیو سره برابر وو.
د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ په دې ډول بدلیږي:
یو ډالر د ۷۷.۳۰ افغانیو سره برابر
یوه یورو د ۸۶.۸۰ افغانیو برابر
یو انګلیسي پونډ د ۱۰۰ افغانیو برابر
یو سعودي ریال د ۲۰.۴۵ افغانیو برابر
د اماراتو یو درهم د ۲۰.۹۵ افغانیو برابر
زر ایراني تومان د ۵.۴۰ افغانیو برابر
زر هندي کلدارې د ۱۱۰۰ افغانیو برابر
او زر پاکستانۍ کلدارې د ۵۴۰ افغانیو برابر تبدلیږي.
د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هره شیبه د تغییر په حال کې دي.
د افغانیو ارزښت په داسې حال کې د سقوط سره مخ شوی دی چې په دې وروستیو کې مرکزي بانک د هېواد د پولي زیرمو د زیاتیدو خبر ورکړی دی او د غلطو پولي سیاستونو له امله د پیسو په بازار کې ګټور نه ثابتیږي.