ننګرهار کې چاودنې ۷ تنه ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ماین پاکۍ د موسسې پر موټر د چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې اووه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه پیښه نن ( وري ۲۰) له غرمې وروسته د ۳:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې درمسال ته نږدې رامنځته شوي ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دا پیښه د ماين پاکۍ موسسې د یوې عراده هایلکس موټر پورې د نښلول شوي ماين چاودنې له امله رامنځته شوي ده.

د نوموړي پر وینا په دې چاودنه کې د درې ښځو او څلورو نارینه وو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي چې روغتون ته لیږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

عینې شاهدان وایي چې سلطانزي مارکیټ ته نږدې د ماین پاکۍ موسسې پر یوه موټر چاودنه شوي چې ملکي وګړې پکې ټپیان شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو درې ورځو کې هم جلال اباد ښار د دا ډول چاودنو شاهد وو چې په پایله کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *