په ننګرهار کې د یوه محلي راډیو تلویزیون مسول د تښتونوکو له منګولو ازاد شو

د  انعکاس محلي راډیو تلویزیون مسول له پنځه میاشتو ورورسته د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ انجینر زلمی پنځه میاشتې وړاندې د نامعلومو وسله والو له خوا د جلال اباد ښار څخه تښتول شوی وو، چې تیر ماښام د تښتوونکو له منګلو ازاد شو.

د ننګرهار مطبوعاتي د فتر د یوې مطبوعاتي خبرپاڼې په خپریدو سره د نوموړي خوشې کیدل تایید کړي، ولې ډیر جزیات یې نه دې ورکړي.

خبرپاڼه کې یوازې ویل شوي؛ چې د انعکاس راډیو تلویزیون ریس د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو ازاد شوی دی.

په دې اړه نور زیات معلومات رسنیو ته په واک کې نه دې ورکړل شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *