ننګرهار  کې د ۸  وسله والو نیول کیدل

د ننګرهار مطبوعاتي د فتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ملي امنیت ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې او د داعش پنځه هغه غړي یې ژوندي ونیول،چې د نورو کړنو ترڅنګ یې په جلال اباد ښار کې وروستیو کې چاودیدونکې توکې او ماینونه ځای پر ځای کول .

د ننګرهار ملي امنیت ریاست کې د وري په ۲۱مه د ننګرهار والي د  یوه مطبوعاتي کنفرانس په پرمهال وویل: د ملي امنيت منسوبين د جلال اباد ښار د وروستيو ناامنيو پېښو او چاودنو د عاملينو د نيولو په تړاو بېلابېل عملیات ترسره کړي او لا هم د دغو پېښو د مهار او عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.

دی زياتوي په تېرو څو ورځو کې د ملي امنيت منسوبين توانېدلي چې د جلال اباد ښار، خوږياڼو، مومندرې، غني خېلو او بټي کوټ ولسواليو کې ۸ تنه وسله وال چې همدغو پېښو کې يې لاس درلود له يو شمېر چاودېدونکو توکو، بې غږه وسلو او نورو مهماتو سره یو ځای ونيسي.

د یادونې وړده،چې په وروستیو کې د ملي امنیت ځواکونو ګڼ شمیر هغه کسان چې د بېلابېلو جرمونو لپاره یې پلانونه نیولي،موخې تر رسیدو وړاندې نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *