اروپایي ټولنه د طالبانو سره د پریکړه لیک ضمانت کوي

اروپایي ټولنې اعلان کړی دی چې د وسله والو طالبانو سره د افغانستان د دولت د سولې د پریکړه لیک ضمانت کوي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې فدریکا موګریني ددغه ادارې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل:«زما تصور دادی چې اوس هم مونږ له یوه تړون څخه لري یاستو؛ مګر کولای شو د پریکړه لیک په عملي کولو کې د تضمین کوونکي په حیث رول ولوبوو.»

دغه راز موګریني زیاته کړه چې اروپایي ټولنه په دې برخه کې پوره تجربه لري او د افغاني،سیمه ایزو او نړیوالو ډلو تر مینځ د بشپړ باور څخه برخمنه ده.

په ورته وخت کې،حکومتي مسوولینو هم منلي ده چې اروپایي ټولنه د وسله والو طالبانو سره د پریکړه لیک د لاسلیکولو تضمین کوي.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي دي چې اروپایي ټولنه په مختلفو هېوادونو کې د سولې د پریکړه لیک د تضمینولو تجربه لري او همدارنګه د طالبانو سره د سولې د تړون ضمانت هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره هلې ځلې رواني دي او حکومت هم د وسله والو طالبانو سره د مذاکرې د غړو هیئت مشخص کړی دی او همدارنګه ټاکل شوي ده چې په څو نورو ورځو کې په کابل کې د سولې  مشورتي جرګه دایره او له هغې وروسته به د روانې میاشتې په جریان کې د دوحې ناسته ترسره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *