ولایتي شورا؛ د ننګرهار په امنیتي پیښو کې چارواکي بې غوري کوي

په دې ورستیو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ګڼ اوسیدونکي په دې ښار کې  ورستیو امنیتي پیښو هدفي وژنو، اختطاف او بمي چاودنو اندیښمن کړي.

د دې ښار اوسیدونکي وایې، چې په ښار  کې په ډاډه زړه ګرځیدلی نه شي. او هر شیبه د یوې امنیتي پیښې د پیښدو اټکل کیدای شي.

لیکوال او فعال ځوان ناصرخان شیرزی  چې د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی په دې تړاو خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  په جلال اباد ښار کې وروستیو چاودونو یوځل بیا ښاریان او نور اندیښمن کړي دي.

د نوموړي په خبره روانو چارو ته په کتلو  ددې علتونه بیلابیل دي ، چې یو هم په افغان دولت فشار راوستل دي، ترڅو مؤقت حکومت جوړیدو ته زمینه سازي وشي،ځکه بهرنیو د مؤقت حکومت جوړیدو طرحې چمتو کړي او متن یې په درې ژبو(پښتو،دري او انګلیسي) لیکل شوی دی. همدارنګه د افغان سولې په تړاو روانې خبرې.

دی،  په امنیتي چارواکو غږ کوي، چې د جلال اباد ښار په امنیتي وضعیت کې دې ښه والی را ولي.

په همدې حال کې د ننګرهار چارواکي هم په جلال اباد ښار کې ورستۍ پیښې تایدوي د  ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ښمن په دې ولایت کې له بشپړې ناکامې سره مخ شوی ( د مخامخ جګړې توان نه لري)

نو ځکه په دې ډول پیښو خپله تبلیغاتي جګړه پرمخ وړي.

خوږیاڼی زیاتوي ولایتي اداره له امنیتي ځواکونو سره یو ځای  ځانګړي امنیتي تدابیر تر کار لاندې  لري، چې له امله یې  د ګڼو داسې پیښو مخه هم  نیول شوې ده.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا استازي محمد اجمل عمر د ننګرهار د ورستیو امنیتي پیښو په زیاتیدو کې خپله د ننګرهار امنیتي چارواکي په بې کفایتې او بې غورې تورنوي.

نوموړي له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: ( د ننګرهار امنیتي مسولین په خبرو کې یو څه په عمل کې بل څه، خپله په فساد کې ښکیل دي او په نا امنۍ کې یې ګټې نغښتې دي. )

د نوموړي په خبره دوې خپل ځان نه شي ساتلی نو ولس به څه وساتي.

دی زیاتوي که د شخصي ګټو په ځای ملي مسایلو ته کار وشي ستونزه به هواره شي.

په دې  ورستیو درې ورځو کې د جلال اباد ښار اړوند مختلفو سیمو کې د بیلابیلو چاودنو له امله شااوخوا ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په کې  امنیتي ځواکونه، کوچنیان او ښخینه هم شامل دي.

عبدالقیوم ریحان

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *