د امریکا د داخلې امنیت وزیرې له دندې  استعفی ورکړه

امریکایي چارواکو د ټرمپ سره ددغه هېواد  داخلي امنیت د وزیرې له لیدنې وروسته د نوموړې د استعفی خبر ورکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر باندې په داسې حال کې د«کریستن نیلسن» د استعفی خبر ورکړی چې هغې دوه ورځې وړاندې د مکسیکو سره ددغه هېواد د جنوبې سیمو بیاځلې لیدنه کړي وه.

میرمن نیلسن په استعفی خط کې روښانه نه کړه ؛ چې دغه استعفی جبري وه یا په خوښې سره؛ مګر ویلي یې دي«اوس د تګ وخت دی».

ټرمپ د خپل ټوئیټ په دوام کې د نیلسن د خدمتونو څخه مننه کړي او ویلي یې دي ،په موجوده وخت کې به د امریکا د سرحدونو او ګمرګ اوسنی کمیشنر د داخلې امنیت د وزارت سرپرست وټاکل شي.

«کریستن نیلسن» د ۲۰۱۷ کال راهیسې د امریکا د کورني امنیت وزیره وه؛  مګر د ډونالډ ټرمپ د ځینو سرحدي سیاستونو د دفاع له امله د سختو نیوکو سره مخ وه.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم څوځله ټرمپ د ټويټر له لارې وزیران او د امریکا د کابینې لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *