د ننګرهار په چاودنه کې یو پولیس و وژل شو

د ننګرهار چارواکي وایې د غه چاودنه نن سه شنبه د وري په (۱۹)  نیټه سهار ۷ بجې او لس دقیقې د جلال اباد ښار درییمې ناحې کې را منځ ته شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دغه  چاودنه د سړک غاړې د ځای پرځای شو چاودیدونکو ته له امله  د امنیه قومندانۍ د مالي امر په رینجر موټر شوې چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی، یو پولیس ټپي شوی او ۶ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوې.

د خوګیاڼي په خبره د ټپي شوي پولیس روغتیایې وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د دغې چاودنې مسولیت لا تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو ورځو کې جلال اباد ښار کې دا ډول چاودنې زیاتې شوي چې د دې ولایت اوسیدونکي یې اندیښمن کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *