د ننګرهار په چاودنه کې یو پولیس و وژل شو
د ننګرهار چارواکي وایې د غه چاودنه نن سه شنبه د وري په (۱۹) نیټه سهار ۷ بجې او لس دقیقې د جلال اباد ښار درییمې ناحې کې را منځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دغه چاودنه د سړک غاړې د ځای پرځای شو چاودیدونکو ته له امله د امنیه قومندانۍ د مالي امر په رینجر موټر شوې چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی، یو پولیس ټپي شوی او ۶ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوې.
د خوګیاڼي په خبره د ټپي شوي پولیس روغتیایې وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د دغې چاودنې مسولیت لا تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو ورځو کې جلال اباد ښار کې دا ډول چاودنې زیاتې شوي چې د دې ولایت اوسیدونکي یې اندیښمن کړي.