د البغدادي مرستیال په عراق کې ونیول شو

د عراق یوه نظامي چارواکي ددغه هېواد په لویدیځ کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر د یوه مرستیال د نیول کېدو خبر ورکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د الحشد الشعبي ډلې یوه قومندان«قطري البعیدي» څرګنده کړه چې د عراق په لویدیځ کې واقع د «الانبار»  په ولایت کې یې د یو لړ کمیني عملیاتو په جریان کې د ابوبکر البغدادي یو مرستیال نیولی دی.

البعیدي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د« عکیل عبد ملاجي» لارې په سره په یوه ځای پر ځای شوي کمین کې په دې توانیدلي چې د البغدادي مرستیال او نوموړي پورې تړلی شخص له نښتې پرته ونیسي.

نوموړي څرګنده کړه چې؛دغه شخص د داعش ترهګرې ډلې د مشر پورې تړلی کس دی،هغه د عراق په هغه ملکي او نظامي وګړو د بریدونو او وژنو کارنامې له ځانه سره لري چې د «کما» په نوم محلي ګیا پسې به دښتو ته تلل او نوموړی حتماً د ابوبکر البغدادي د پټن ځای څخه خبر دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د عراق امنیتي ځواکونو د بعقوبه په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې د یوه بل قومندان د نیول کېدو خبر ورکړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *