ننګرهار کې چاودنې ۵ تنه ټپیان کړل
د ننګرهار د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې کې چاودنې ۵ تنه ټپیان کړل.
د ننګرهار د والي ویاند خاورمیانه خبري اژانس ته وویل نن پنج شنبه د وري ( ۱۵) نیټه ماسپښين يوه بجه او پنځوس دقيقې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند ملنګ جان څلور لارې کې پر يو ټاټا ډوله موټر چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې د دوه کوچنیانو په ګډون پنځه تنه ټپیان شول.
د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی د چاودنې نوعيت تر اوسه معلوم نه دی.
دغه چاودنه په داسې حال کې کیږي، چې د جلا اباد ښار کې د اشترینګي رکشو په ګرځیدو بندیز لیګیدلی او خلک ښار ته په ملي بسونو کې تګ راتک کوي.