جلال اباد ښار کې چاودنې دوه سرحدي پولیس ټپیان کړل
د ننګرهار ولایت چارواکي د دې ولایت د جلال اباد ښار په دوییمه ناحیه کې د چاودنې خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل، نن شنبه د وري ( ۱۷) نیټه سهار شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند اطفایي کوڅه کې د سرحدي ځواکونو پر رینجر موټر د سړک غاړې چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه سرحدي سرتیري ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي د ټپیانو روغتیایې وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی .
د یادې پېښې مسولیت تراوسه کومې ډلې او یاهم کوم شخص نه دی منلی.