د ټاکنو د قانون د تعدیلولو تازه طرحه د کابینې د نظر په تمه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د ټاکنو د قانون او ټاکنیز نظام د تعدیل څو اړخیزه  طرحه به د کابینې په واک کې ورکړي تر څو په اړه یې پریکړه وشي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د تیرې شپې د خبرپاڼې له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به ددې طرحې پر اساس،راتلونکي ټاکنې په څو اړخیز نظام کې ترسره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي د ټاکنو د تعدیل او ټاکنیز نظام څو اړخیزه طرحه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو په همکارۍ په ۱۸ پاڼو کې چمتو او کابینې ته لیږل شوي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سیاسي ګوندونو یو شمېر استازي د یوې رایي غیر قابل ټاکنیز سیستم(SNTV) په بدلون د ټاکنو د څو اړخیز نظام(MDR)سره مخالف وو.

د خبر پاڼې څخه په نقل«کمیسیون د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره د استازو سره د ټاکنو اړونده ګڼې مشورتي ناستې ترسره کړي دي چې د بحث نظرونو د بدلون په جریان کې دوه پایلو ته رسیدلي دي.د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو یو شمېر استازي د څوکیو په ځانګړي کولو سره د «سنت لاګو» د فورمول  تطبیقول غوښتلي او یو شمېر نورو یې د«لوي باقی پاتي» د فورمول د تطبیق غوښتنه کوله.»

سره له دې چې کمیسیون د ټاکنو د څو اړخیز نظام خبره کوي؛ مګر ټینګار کوي چې د ګڼو محدویتونو له وجې د ولسوالۍ شورا په ټاکنو کې ددغه نظام د تطبیقیدو امکان نشته.

کمیسیون ټینګار کوي چې « د تعدیل طرحه یوازې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړونده مادو کې د تعدیل وړ ده.په دې طرحه کې د څوکیو د ځانګړي کولو دوه فورمولونه «سنت لاګو»او «لوي باقي مانده» په پام کې نیول شوي دي چې له مینځه به یې مناسب ترین فورمول انتخاب شي.»

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د جمهوري ریاست د لمړي مرستیال سرور دانش له لوري د ټاکنو د تعدیل طرحه کابینې ته وړاندې شوي وه.

د نوي ټاکنیز تقویم له مخې به د جمهوري ریاست ټاکنې د ولسوالیو شورا او د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو سره یو ځای د روان کال د میزان په ۶ نیټه ترسره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *