ننګرهار کې د دوو قومندانو په ګډون د پنځه وسله والو طالبانو وژل
د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ د دوو قوماندانانو په ګډون د پنځه وسله وال طالبانو د ووژل کیدو او د يو سرګروپ په ګډون د درې نور د ژوندي نيول میدو خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ نکړ خېلو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو ځانګړي عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وسيع الله مشهور په مطيع الله او منصور د خپلو دريو نورو ملګرو سره وژل شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي؛ د دغو عملياتو پرمهال د شاه حيدر په نوم د وسله والو طالبانو سرګروپ د خپلو دوو نورو ملګرو سره ژوندي نيول شوي دي.
خوږیاڼی وایې؛ د عملياتو پرمهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.