ننګرهار کې د یوه صراف قاتل له درې ملګرو سره نیول شوی
د ننګرهار چارواکي د جلال اباد ښار کې د روح الله په نوم یو تن د بکسې صراف د قاتل د درې نورو ملګرو سره یو ځای دنیولو خبر ورکوي.
د خاورمیانه خبري اژانسد خبر له مخې؛ د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو تېره شپه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د روح الله په نوم د یو تن بکسې صراف،چې درې ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې وژل شوی وو،د نوموړي قاتل له درې نورو ملګرو سره یو ځای ژوندی نیول شوی.
د دې ولایت امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزی وايي،د عملیاتو پر مهال پولیسو هغه ریکشا چې په کې قاتل د پېښې له ځای څخه تېښتدلی وو،د ملي اردو او ملي پولیسو یونیفورم،وسلو او تجهیزاتو سره یو ځای تر لاسه شوې ده .
نوموړی زیاتوي،له نیول شوو کسانو دا مهال تحقیقات جریان لري،چې د بشپړیدو وروسته به یې ولس ته د رسنیو له لارې څېرې وښایي.