ننګرهار کې د یو قومندان په ګډون ۵ داعش وسله وال وژل شوي
چارواکي وایې د داعش ډلې مهم قوماندان مولوي سلیمان د څلورو نورو ملګرو سره يو ځای وژل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو سوارو بند سيمه کې تېره شپه د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې د داعش ډلې مهم قوماندان مولوي سليمان د څلورو نورو ملګرو سره يو ځای وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره په دې بريد کې د دوی يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
خوګیاڼی زیاتوي د بريد پرمهال په سيمه کې امنيتي مسئولينو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
د داعش وسله والې ډلې په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.