د طالبانو په لاس د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ سقوط کېدل

وسله والو طالبانو د پراخه تهاجمي بریدونو وروسته د بدخشان ولایت د ارغنجخواه د ولسوالۍ ودانۍ نیولي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بدخشان ولایتي شورا او سیمه ایزو سرچینو خبر ورکړی چې د ۲۰ ساعته جګړې وروسته نن سهار ( وري۱۰) د ارغنجخوا ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط شوي ده.

په همدغه حال کې د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري،په دې اړه وویل چې د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې سخته جګړه جریان لري.

نوموړي د ولسوالۍ د سقوط په اړه څرګنده کړه چې«امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانۍ څخه وتلي او شاته یې سنګر نیولی دی» .

نظري وویل د دوه ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر مینځ سخته جګړه روانه ده چې په دغه جګړه کې ۷ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوی او یو شمېر وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي چې کره شمېر یې مالوم نه دی.

د بدخشان د والي ویاند زیاته کړه چې د هوا د حالاتو د نامساعدوالی له امله د هوایي برید امکان نشته او مرستندویه ځواکونه سیمې ته لیږل شوي دي.

له بله پلوه سیمه ایزې سرچینې هم وایي؛هغه امنیتي ځواکونه چې د وسله والو طالبانو د محاصرې لاندې وو د شپې د تیارې څخه په ګټې اخیستنې سره له سیمې تښتیدلې او ولسوالې په بشپړ ډول سقوط شوي دوې د مرستندویه ځواکونو نه لیږل کېدل ددې ولسوالۍ د سقوط کېدو لامل وباله.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي چې د ارغنجخوا ولسوالې یې په بشپړ ډول نیولي ده.

د ارغنجخوا ولسوالي د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار ته نږدې پرته ده چې په سقوط کېدو سره یې د مرکز د سقوط کېدو اندیښنو زیاتوالی موندلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *