په لغمان کې د لسو ملکی وګړو مرګ ژوبله

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  د دې ولایت الیشنګ ولسوالۍ په شمکټ خولې سیمه کې په یوه کور کې چاودنه شوې، چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو او وژل شو کې ماشومان هم شامل دي.

نوموړی زیاتوي پیښه نن پنج شنبه د وري ( ۸ نیټه)  سهار شاوخوا لس بجې رامنځ ته شوې.

د نوموړي پروینا د پیښې نوعیت نه دی معلوم.

دی وایې د لومړنيو معلوماتو له مخې دوه تنه ملکی وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي خو شاید په یاده مرګ ژوبله کې  زیاتوالی رامنځ ته شي.

ځینې راپورونه وایې چې د وسله والو طالبانو له لورې د هوان مرمۍ توغول شوې چې په یاد کور لګیدلې ده.

د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *