ننګرهار کې زرګونه فیره مرمۍ او لسګونه کیلو ګرامه چرس نیول شوي

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شوي؛ د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو او ترهګریزو کړنو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د بېلابېلو عملیاتو او پلټنو په ترڅ کې ۷ زره فیره مرمۍ،۴۵ کیلو ګرامه چرس او ګڼ شمیر نور توکې نیولي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي؛ پولیسو د دروبابا ولسوالۍ په ګړو کو سیمه کې د مخکینۍ اطلاع پر بنسټ په یوې ویجاړې حویلۍ کې ځآی پر ځای شوي ۷ فیره د کلاشینکوف مرمۍ،اته قبضې لاسي بمونه،۶ فیره بم افګان او نور توکې تر لاسه کړي دي .

د خبرپاڼې په اساس ننګرهار کې د ترهګریزو کړنو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د مخکیني اطلاع پر اساس د دوربابا ولسوالۍ د ګړو کو سیمه کې د یوې ویجاړې حویلۍ څخه ۷ زره فیره د کلاشینکوف مرمۍ،اته قبضي لاسي بمونه، ۶ فیره بم افګان، تر لاسه شوي .

په همدې حال کې پولیسو د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه کرولا موټر نیولی،چې په کې ۴۵ کیلو ګرامه چرس په ډیر مهارت ځآی پر ځای شوی وو او غوښتل یې چې جلال اباد ښار ته یې را ولیږدوي.

خبرپاڼه زیاتوي د یادو دواړو قضیو پر مهال څوک ندی نیول شوی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *